نړۍ کې د تيلو توليد، د تيلو مصرف او تيلو لېږد په اړه درېيو ليکنو کې مو هغه هېوادونه درته وښوودل، چې د نوملړ لس د سر هېوادونه او پورته درېيو برخو کې مخکښ دي. دې ليکنه کې لس هغه هېوادونه درښييو، چې د تيلو توليد يې کم او مصرف يې زيات دی او له دې امله اړيږي، چې له نورو هېوادونو تيل وارد کړي.
۱- چين
چين نړۍ کې هغه هېواد دی، چې د تيلو مصرف برخه کې دويم ځای لري. دا چې چين د تيلو دومره توليد نه لري، چې خپلې اړتياوې پرې پوره کړي، نو اړ کېږي، چې د نړۍ له نورو هېوادونو تيل واخلي. چين نړۍ کې لومړی هېواد دی، چې د تيلو ترټولو ډېر واردات لري. سعودي عربستان، روسيه او عراق هغه درې هېوادونه دي چې چين ترې ډېر تيل اخلي.
۲- د امريکا متحد ايالت
دغه هېواد تر ټولو ډېرې د تيلو زيرمې لري او له همدې له امله د هغه نوملړ په سر کې راځي، چې نړۍ کې د تيلو ستر توليدي هېوادونه ښيي. متحد ايالت د تيلو د مصرف برخه کې هم له بل هر هېواد وړاندې دی. د امريکا متحد ايالت په يوه ورځ کې نېږدې ۱۳ مېليونه بېرل تيل توليدوي او د تيلو مصرف يې ۱۹ مېليونه بېرل دي. دغه توپير د امريکا متحد ايالت اړ کړي، چې د خپلو مصرفي تيلو يوه ستره برخه وارده کړي. امريکا ډېر تيل له کاناډا او سعودي عربستان رانيسي.
۳- هندوستان
هندوستان د تيلو کمې ذخيرې لري او د تيلو توليد يې ټيټ دی. دغه نوی صنعت کېدونکی هېواد ډېر تيل مصرفوي. د تيلو واردونکو هېوادونو په نوملړ کې هندوستان درېيم ځای لري. هند د نړۍ له ۴۰ هغه هېوادونه تيل اخلي چې د تيلو صادرونکي دي. هندوستان ډېر تيل له سعودي عربستان، ايران او عراق څخه اخلي.
۴- جاپان
د ټېکنالوژۍ او صنعت برخه کې مخکښ هېواد جاپان څلورم هغه هېواد دی، چې د نړۍ له نورو هېوادونو تيل واردوي. جاپان نېږدې دوه نيم مېليونه بېرل تيل هره ورځ له عربي او نورو هېوادونو اخلي.
۵- سويلي کوريا
سويلي کوريا هم د تيلو کمې ذيرمې لري. د تيلو توليد په کې کم او د نړۍ پنځم د تيلو سترو واردونکی هېواد شمېرل شوی دی. سويلي کوريا څه د پاسه دوه مېليونه بېرل تېل هره ورځ د نړۍ له نورو هېوادونو رانيسي.
د وچې پر حساب، اروپا هغه وچه ده چې تر ټولو ډېر تيل ورته صادريږي يايې واردوي. د تيلو لس سترو وارداتي هېوادونو په نوملړ کې له پنځمې شمېر وروسته ګڼ اروپايي هېوادونه راځي. جرمني، فرانسه، انګلستان، ايټاليا، هسپانيه او نور هغه اروپايي هېوادونه دي چې ډېر تيل رانيسي. د اروپا د تيلو ۴۰۰ سلنه واردات له روسيې کيږي.
وروستي