د حسني مبارک مېرمن لندن ته وتښتېده

انټرنېسشنل بېزنس ټايمز خبر ورکوي، چې دحسني مبارک مېرمن سوزان مبارک پرون له مصر څخه تښتېدلې او د لندن په هېترو هوايي ډګر کې ليدل شوې. تر دې وړاندې ناتائيد شوي خبرونو د حسني مبارک د زوی جمال مبارک په اړه خبر ورکړی و،چې نوموړی هم لندن ته تښتېدلی دی.
د يادونې وړ ده چې کله د تونس ولسمشر غوښتل له تونس څخه فرانسې ته پناه يوسي نو د فرانسې حکومت د ده الوتکې ته د کښېناستو اجازه ورنه کړه، نو ښايي له همدې وېرې به د حسني مبارک کورنۍ مخکې له مخکې ځانونه خوندي کوي.