ټام وېسټ له حامد کرزي سره د نجو پر زده کړو خبرې کړي

 د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام ویسټ له پخواني ولسمشر حامد کرزي سره په ټلیفوني خبرو کې ټینګار کړی چې باید په افغانستان کې د ښوونځیو دروازې د نجونو پر مخ پرانیستل شي. 
دغه راز په دې خبرو کې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو او نجونو د زده کړو پر ارزښت هم خبرې شوې دي. 
دواړو لورو ټینګار کړی چې د ښوونځیو د ژر پرانیستل کېدو اړتیا ده، ځکه دا د افغانستان د راتلونکې لپاره مهم اقدام دی. 
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان نوی حکومت وایي، د ځینو شرایطو له امله د ښوونځیو پرانیستل کېدل ځنډول شوي او همدا چې شرایط برابر شي نجونې ښوونځیو ته تللی شي.