حکومت: د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه  کړه

کابل(کابل): د افغانستان اقتصادي کمیسیون د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنې ته راکمه  او په پنځو ولایتونو کې یې د اقتصادي زونونو جوړولو پرېکړه وکړه. 

د ریاست الوزار  مرستیال له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نن د ریاست‌الوزراء د لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ اقتصادي کمېسیون غونډه وکړه. 

په دغه غونډه کې د مالیې وزارت هغه وړاندیز چې د هیوادوالو اقتصادي وضعیت ته په کتو او د اصنافو د ملاتړ په موخه د یو کال لپاره د اصنافو مالیه له ۱.۵ څخه ۰.۵ سلنې ته راکمېږي؛ د تطبیق وړ وباله او وپتېیل شوه چې له هغه وروسته به د پایلو پر اساس تصمیم نیول‌ کېږي. 

سرچینې زیاته کړې چې د سوداګرۍ وزارت له لوري په هیواد کې د اقتصادي زونونو د جوړولو او ترانسپورټ وزارت له لوري په ټولو ولایتونو کې د ترانسپورټي اډو او ترمینلونو د مدیریت او تنظیم طرحو د ارزونې لپاره ځانګړو کمېټو ته دنده وسپارله څو یې په اړه د یاد کمېسیون راتلونکي مجلس ته راپور وړاندې کړي. 

سرچینې لیکلي:"یاد اقتصادي زونونه به د هیواد په پنځو لویو ولایتونو کابل، کندهار، هرات، مزارشریف او کندهار کې جوړېږي، چې له مخې به یې په کلني ډول د افغانستان په صادرات کې ۰.۳ سلنه زیاتوالی راشي او نږدې دوه میلیونو کسانو ته به د کار زمینه برابره شي." 

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د یاد کمېسیون د پرېکړې پر اساس د احصائیې ملي ادارې اړوند د ۶۰ جنراتورونو د اخیستلو موضوع د ۱۴۰۱ مالي کال د بودیجې تر تصویب پورې وځنډېده.