د ایران ځانګړی استازی: طالبان د اوبو پر سر زموږ سره شوې هوکړې ته ژمن دي

د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قومي ویلي، د ايران او افغانستان ترمنځ د شته هوکړې له مخې طالبان د ایران د اوبو حقونو ته ژمن دي.

د ايراني رسنيو د راپورونو له مخې، حسن کاظمي قومي تېره اوونۍ په چین کې د افغانستان په اړه جوړه شوې غونډه کې له طالبانو سره لیدلي دي.

 قومي زیاته کړې چې افغان پلاوی کابل ته له راستنېدو وروسته د ایران د اوبو پر حق ټینګار کړی او په خبره یې طالبانو ډاډ ورکړی چې دوی د ایران حقابې ته ژمن دي.

ويل شوي چې په دې کتنه کې د دواړو هېوادونو د سرحدي پولو پر امنیت، سیاسي ثبات او دغه راز پر امنیتي مسایلو هم خبرې اترې شوې دي.

تر دې وړاندې د ا.ا ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي وو چې دوی له ایران سره شته هوکړې ته ژمن دي او د افغانستان د وچکالۍ له هواري وروسته به هېواد د هلمند له سیند اوبه ترلاسه کوي.