عمران خان له دندې ګوښه شو

د پاکستان کابینې په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړی خو څو چې نوی لومړی وزیر معرفي کيږي د پاکستان ولسمشر به تر هغه  دندې ته د سرپرست په توګه ادامه ورکوي.
دغه راز په پاکستان کې په وروستیو ورځو کې پراخ لاریونونه او کړکېچ روان دی.
د عمران خان مخالفینو د هغه د لرې کولو غوښتنه کوله، خو ده د پاکستان ولسمشر ته د پارلمان د منحل کولو وړاندیز کړی وو.
 د پاکستان کابینې بیا په تازه پرېکړه کې عمران خان له دندې ګوښه کړ او پر ځای به یې ژر تر ژره بل لومړی وزیر معرفي کېږي.