راپور: افغانان  د وجود غړي او ماشومان پلوري

الجزیرې انګلیسي په یوه راپور کې ویلي چې افغانان د ژوندي پاتې کېدو لپاره د خپلو ماشومانو او بدن د غړو خرڅولو ته اړ شوي دي.

په دغه راپور کې ويل شوي چې شاوخوا ۹۵ سلنه افغانان له بېوزلۍ او د خوړو له کمښت سره مخ دي.

سرچينې زياته کړې چې د افغانستان په ډېری لرو پرتو سیمو کې خلک اړ شوي د ژوند کولو لپاره خپل ماشومان په ځانګړي ډول لورګانې وپلوري.

راپور وايي چې يو شمېر افغانانو د خپل وجود د غړو پلور ته هم مخه کړې ده.

الجزیره وايي: "عام افغانان په ساعتونو ساعتونو د خیریه موسسو دروازو او یا د شتمنو د کورونو مخې ته ناست وي څو یوه مړۍ ډوډۍ راپيدا کړي او د ډېری کورنیو خوراک په دې شپو ورځو کې وچه ډوډۍ او سړې اوبه دي."

 په راپور کې پر نړیوالو د افغانانو د لاسنیوي غږ هم شوی دی.