امريکايي ځواکونو په افغانستان کې يو افغان جرمنی تبعه نيولی

امريکايي ځواکونو د جنوري مياشتې په نيمايي کې په کابل کې د شپې له خوا پر يوه کور ورننوتل او د حديد په نامه يو افغاني الاصله جرمنی تبعه يې ونيوه او د بګرام زندان ته يې يووړ. د يوې جرمنۍ ورځپاڼې (زود دوچ سايتونګ) د رپوټ له مخې حديد په دې تور نيول شوی چې ده هڅه کوله د جهاد ليکو ته ورګډ شي. خو د حديد خور چې په فرانکفورت کې وکيله ده وايي، چې نوموړی په کابل کې د خپل پلار ليدو ته ورغلی و.
حديد په 2009 کال کې يو ځل د فرانکفورت په هوايي ډګر کې په دې شک توقيف شوی و، چې دی په پاکستان کې د القاعده ترهګريز کمپ ته روان و، خو هغه مهال حديد ويلي و چې دی پاکستان ته د خپلې نيا ليدو ته ځي.
تر اوسه پورې په افغانستان کې جرمني سفارت ته اجازه نه ده ورکړل شوې چې له حديد سره وګوري او نه هم د هغه د نيولو دليل ويل شوی.