افغانستان کې د کوکنارو کښت منع شو

کابل(روهي): افغانستان کې د ط.البانو امیرالمومنین فرمان له مخې د کوکنارو د کښت او هر ډول نشه یي مواد ممموع کړل. 

د حکومت خبرپاڼې له مخېو د دغه فرمان د صدور له نیټې وروسته د کوکنارو کرکیله په ټول هیواد کې په مطلق ډول منع دی. 

د سرچینې په وینا، هیڅوک دې له دې وروسته په خپلو ځمکو کې د دغه ناوړه بوټي د کرلو هڅه نه کوي. 

په خبرپاڼه کې راغلي:"که خدای مکړه څوک تخلف وکړي، نو کښت به یې له منځه وړل کیږي او له متخلف سره به د اسلامي شریعت له مخې چلند کیږي." 

سرچینه زیاتوي چې په ټول هیواد کي د نشيي موادو د ټولو ډولونو لکه شراب، هیروئین، شیشه، ټابلیټ کا، چرس او نورو ټولو نشه کونکو موادو استعمال، انتقال، پیر او پلور، تجارت، واردات او صادرات او د نشه یي توکو د تولید کارخانې په جدي توګه منع دي. 
دغه راز سرچینې ویلي د یاد فرمان تعمیل لازمي دی، که هر څوک تخلف وکړي، نو د عدلي او قضایي ادارو له لوري به تعقیبیږي او مجازات کیږي به.