کاناډا: د افغانانو ایستو پر ژمنه ولاړ دي

کابل(روهي) کاناډایي چارواکي وایي، د هغو ۴۰ زرو افغانانو د انتقال د پروسې په برخه کې له خپلې ژمنې نه‌تېرېږي چې له کاناډایانو سره‌یې کار کړی دی. 

د دغه هېواد د کډوالو او اتباعو وزیر شان فریزر په یوه مرکه کې ویلي چې تر دې دمه ۱۰ زره افغان کډوال کاناډا ته رسول شوي او دا لړۍ لا هم په جدیت روانه ده. 

هغه زیاته کړې چې دا اوونۍ په یوه پرواز کې له تاجکستانه شااوخوا ۳۰۰ افغانان کاناډا ته ورسول شول. 

د سرچینې معلوماتو له مخې، په یادې شمېرې سره د هغو افغانانو شمېر چې د ط.البانو له بیا واکمنېدو راهیسې کاناډا ته رسېدلي ۱۰ زرو ته ورسېد. 

فریزر زیاتوي: "دمګړۍ څه باندې ۱۰ زره افغان کډوال په کاناډا کې په خوندي توګه مېشت شوي او اوسېږي. دا زما د ښار د خلکو له شمېر هم زیات دي.

 موږ پوهېږو چې لا هم ګڼ خلک پاتې دي چې باید راوستل شي. که سیاسي ملحوظات نه‌وی، وختي به مو ۴۰ زره افغانان راانتقال کړي وی، خو افغانستان کې یوه ننګونه دا ده چې موږ یوازې ۴۰ زره کسان نه‌راباسو، بلکې دا هغه ډله ځانګړي خلک دي چې یا یې خپله یا یې د کورنۍ غړي د کاناډا له عسکرو سره کار کړی دی." 

هغه کاناډا ته د افغانانو د انتقال په وړاندې د ځینو خنډونو یادونه وکړه چې په‌کې د پاسپورټونو نشتوالی، پاکستان ته د هغوی سفر یې لویې بېلګې دي.