ولې د اسلام مبارک دين کې د خوګ غوښه منع شوې؛ په اړه يې منطقي او ساینسي دلیلونه

د اسلامي نړۍ نامتو عالم ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک په دې اړه  ساينسي  او منطقي دليلونه وړاندې کړې دي، چې ولې د اسلام په مبارک دين کې د خوګ يا خنځير غوښه منع او حرام کړی شوې ده. ډاکټر ذاکر نايک وايي چې اوسني ساينس دا په ثبوت رسولې ده، چې هر هغه څوګ چې د خوګ غوښه خوري، نو پر اوويا ډوله ناروغيو د اخته کېدو شونتيا  لري.  د پېن چنجي، ګرد يا روانډ چېنجي، چنګک ته ورته چيني او لسکونه نورې ناروغۍ هغه کسانو کې پيدا شوې او تشخيص شوې دي، چې دوی د خوګ غوښه خوري. 

ساينس پوهانو او روغتيا پالانو په خپلو څېړونو کې ثابته کړې ده، چې د خوګ غوښه د لسګونه پرازيتونو، مضرو بکترياوو، ويروسونو او نورو ناروغيو کوربه وي. د Taenia solium په نوم د کدودانې چينجی يوازې او يوازې  د خوګ په غوښه کې پيدا کېږي. هغه کسان چې د خوږګ غوښه خوري، نو ډېر په Taenia solium اخته کېدای شي. همدا د Taenia solium د پيدا کېدو ويره ده، چې غربي  ډاکټران هم خپلو ناروغانو ته د خوګ غوښې د نه خوړولو وايي. 

ډاکټر عبدالکريم ‌ذاکر نايک وايي، چې د خوګ غوښه کې د  Taenia solium په نوم دغه د کدودانې چينجی شتون لري. کولمو کې هګۍ اچوي، هر کله چې د وينې جريان له لارې دغه هګۍ زړه ته ورسيږي نو د زړه حمله رامنځته کېږي؛ که چېرې د خوګ په غوښه کې د کدوداني چينجي هګۍ مغزو ته ورسيږي، نو هغه کس چې د خوګ غوښه يې خوړلې ده، حافظه به له لاسه ورکړي او که چېرې بيا د  Taenia solium هګۍ سترګو ته لار پيدا کړي ړوندوالی پيدا کيږي. 
 
ډاکټر ذاکر نايک وايي چې ډيری خلک دا استدلال کوي، چې سمه ده چې د خوګ په غوښه کې مضر ژوندي موجودات شتون لري، خو چې  هرکله د خوګ غوښه ښه پخه شي، نو بيا دا هر څه په کې له منځه ځي او کومه ستونزه  نه پيدا کوي. د نوموړي ځواب  دا دی، چې تجربو  او څيړنو ښوودلې ده، چې هغه تودخه او حرارت چې موږ يې په عادي ډول د نورو حيواناتو غوښې  ته ورکو، که چېرې د خوګ غوښې ته له هغې دوه ځلې ډېر هم ورکړل شي، نو بيا هم نه شي کولی چې د خوګ په غوښه کې شته ژوندي موجودات او چنجي له منځه يوسي. 

ډاکټر عبدالکريم ذاکر نايک وايي، چې د خوګ غوښه داسې مواد لري چې د انسانانو شحم زيات او ډېروي. د خوګ په غوښه کې د عضلو د غښتلتيا پر ځای د شحم ډېروالی شتون لري چې له امله يې خوړونکی کس ډېر وزن اخلي. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي چې خوګ د نړۍ پر مخ ترټولو چټل ژوی دی؛ خوګ دومره چټل دی چې خپل اضافه مواد بېرته په خپله خوري. همدا ډول خوګ حيواناتو کې بې شرمه حيوان دی. هر کله چې له خپل ملګري خوګ سره جنسي  اړيکې تر سره کوي نو نور ملګري هم ورته لېدو ته راغواړي. 

ډاکټر ذاکر نايک وايي، چې همدا لاملونه دي، چې د اسلام مبارک دين کې پېړۍ وړاندې د خوګ غوښه منع او حرام ګڼل شوې ده.