د روسیې له خوا پر اکراین برید کې ۴۴۹ ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې 

کابل(روهي) د اکراین لویه څارنوالي وایي، روسیې لخوا پر اوکراین د روان یرغل په ترڅ کې تر اوسه پورې ۱۵۳ تنو اوکرایني‌ ماشومانو وژل شوي او ۲۴۵ تنه ټپیان دي. 
سرچینې د بیان په خپرولو سره ویلي‌، د روسیې پوځ پر اوکراین د یرغل او بریدونو د پيل راهیسې تر اوسه پورې په ۸۵۹ تعلیمي‌ موسسو بمباري‌ کړې  چې ډیری  سخت زیان لیدلی او ۸۳ په کامله توګه له منځه تللي‌ دي. 
د بله پلوه د اوکراین د دفاع وزارت ویلي‌ دي‌ چې روسیې پر اوکراین د یرغل او بریدونو د پيل راهیسې ۱۳۷۰ د توغندیو بریدونه کړي‌ دي. 
د روسیې د یرغل او بریدونو په نتیجه کې تر لسو میلیونو تنو ډیر اوکرایني‌ وګړي‌ خپلو کورونو پریښودو ته اړ شوي‌ دي.