دلاور: د مس عینک پروژې پیلیدو لپاره اسانتیاوې برابرې شوي 

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وایی چې اوس مهال د لوګر د مس عینکو د کان استخراج پروژې پیلیدو لپاره ټول اسانتیاوې برابره شوې دی.

‏د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې د معدن او پټرولیم وزیر شیخ شهاب الدین دلاور صاحب په چین کې د مس عینک پروژې د چینايي دولتي قراردادي  کمپنۍ له استازي سره وکتل. 

سرچینې لیکلي:"په دغه ناسته کې د مس عینک  پروژې د عملي چارو د پیلولو په اړه اوږدې خبرې وشوې،شیخ دلاور صاحب وویل د مس عینک پروژې د عملي چارو د پيلولو لپاره
‏په افغانستان کې ټول شرایط اماده شوي دي، هغه ټینګار وکړ چې پرته له ځنډه دي د یادي پروژې چارې  پیل شي." 

سرچینې د دلاور له قوله ویلي، هر هغه څه چې د قرارداد په متن کې راغلي ا.ا ورته ژمن دی. 

دی وایي:"د معدن-اطلاعاتو و کلتور وزارتونه په ګډه په یوه میکانیزم کار کوي تر څو د مس عینک کان په څنډه کې پراته تاریخي ابدات خوندي ځای ته انتقال کړي او د استخراج په مخ کې موانع لمنځه یوسي." 

په یاده غونډه کې د مس عینک قراردادي کمپنۍ استازي ویلي، په افغانستان کې د نوي حکومت په راتګ سره زمینه برابره شوه چې د قرارداد شوې پروژې عملي چارې پيل کړو. 

هغه زیاته کړه چې په لنډ وخت کې به یو با صلاحیته تخنیکي او اقتصادي ټيم کابل ته ولیږي تر څو هغه موارد وڅېړي چې د پروژې تر پیلولو وړاندي ورته د څېړلو اړتیا ده.