ازبکستان افغانستان کې د رېل پټلۍ تمویلوي

کابل(روهي): د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال وایي، د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ پروژې که د تمویل له ستونزو سره مخ شي، دوی به یې تمویل کړي.

هغه دغه څرګندونې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره په لیدنه کې کړې دي.

 د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنۍ پانګونې وزیر سردار عمرزاکوف له افغان حکومته هیله څرګنده کړه چې ازبک سوداګرو ته په افغانستان کې د پانګونې زمینې برابرې شي. 

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې دواړو لوریو د ترمذ-مزارشریف-کابل-پېښور د رېل پټلۍ کار پر پيل ټینګار وکړ او وې ویل، که د دې سترې پروژې تمویل له ستونزو سره مخ شي، هېواد یې چمتو دی چې تمویل یې کړي.

سرچینې زیاتوي:" دواړو لوریو هوکړه وکړه چې د افغانستان او ازبکستان ترمنځ ګډې سوداګرۍ، خصوصاً د افغانستان د صادراتو او وارداتو ترمنځ مثبت بیلانس ته په ګډه کار وکړي"

په یاده لیدنه کې متقي ویلي چې ازبکستان د افغانستان په بهرني سیاست کې مهم ځای لري. لکه څرنګه چې افغانستان سویلي اسیا ته د ازبکستان لپاره د ټرانزیټ ښه لار برابروي، په ورته ډول ازبکستان منځنۍ اسیا او روسیې پورې د افغانستان توکیو ته ښه لار ده.