.jpg)
کابل (روهي): د عامې روغتیا وزارت وايي، د قطر ژمنه کړې چې د ډاکټرانو د روزنې او ظرفیت لوړولو په برخه کې به همکاري کوي.
د دغه وزارت ویاند جاوېد هژیر وايي:"د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد او ورسره مل پلاوي د قطر په پلازمېنه دوحه کې د یوې ناستې په ترڅ کې د روغتیا نړیوال سازمان، یونیسف او د امریکا د نړیوالې پراختیا ادارې (USAID) له استازو سره وکتل."
هغه زیاته کړې چې په یاده لیدنه کې د روغتیایی سیستم د لومړیتوبونو پر پیاوړتیا، د راتلونکو دوو کلونو لپاره د روغتیایی تمویل پروګرام او نورو روغتیایی مسایلو په اړه هم بحث شوی دی.