ميدان وردګ :د وسلوالو مخالفينو يو قوماندان په ګډون ۶ تنه وسلوال مخالفين نيول شوي

دمیدان وردګو ولایت د سیداباد ولسوالۍ د منګلي په سیمه کې د افغان او نړیوالو ځواکونو په عملیاتو کې د وسلوالو مخالفینو دیو قوماندان په ګډون ۶ تنه وسلوال د یو  شمېر وسلو او مهماتو سره ونیول شو.
دامید ترنامه لاندې پیل شوو عملیاتو کې چې د سیداباد ولسوالۍ د منګلي په سیمه  کې ترسره شول پکې افغان او ایساف خاصو ځواکونو  برخه اخیستې وه چې بیګاه شپه ۳ بجې د نوموړې ولسوالۍ د منګلي په کلي کې ترسره شول
په نوموړو تصفیوي عملیاتو کې د وسلوالو یو سیمه ایېز قوماندان حبیب الرحمن په ګډون شپږ تنه وسلوال مخالفین ونیول شول چې دنیول شوو کسانو سره وسلې،مهمات او چاودیدونکي توکیې هم شامل دي
نوموړي نیول شوې وسلوالو مخالفینوو په کابل کندهار په لویه لاره په افغان او نړیوالو ځواکونو دبریدونو ترڅنګ په وسلوالو شکونو کې هم لاس درلودو
دیوبل خبر له مخې ملي پولیسو بیګاه دسیداباد ولسوالۍ دشش کلا په سیمه کې ۴ تنه غله هغه مهال ونیول چې تیره اونۍ یې دکابل کندهار دلوې لارې څخه د لمریزې بریښنا(سولر) ډک موټر غلاء کړې وو  او بیګا یې په سیمه کې نومړي سولر پلورل چې لاس په لاس ونیول شول.
دیادونې وړ ده چې پرون هم دنومړی ولسوالۍ د باغک په کلي کې د افغان او ایساف ځواکونو په خاصو عملیاتو کې یو تن وسلوال قوماندان دوسلو سره نیول شوې وو.
                د ولایت مطبوعاتي دفتر Midan.pressoffice@gmail.com
۰۷۸۹۶۳۱۸۶۰شاهدالله شاهد