روسیه: افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري

کابل (روهي): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان د بهرنیو چارو له سرپرست سره په لیدنه کې ویلي چې روسیه افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي، د دغه وزارت سرپرست مولوي امیر خان متقي خوښي څرګنده کړه چې په مسکو کې د افغان سفارت لپاره نوی دیپلومات منلی او هیله یې وکړه چې په مسکو کې افغان سفارت بشپړ فعال شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف له قوله ویلي چې نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې فعاله رول ولوبوي او افغان حکومت سره هکاريو ته دوام ورکړي تر څو د رسمیت پېژندنې موضوع ژر حل شي.

لاوروف ویلي، افغانانو سره بشري مرستې اوس موږ ته لومړیتوب لري. 
هغه زیاته کړې چې مسکو ته نوی افغان دیپلومات راغلی او دوی به هڅه وکړي چې د افغان سفارت د فعالېدو زمینه برابره شي.