کابل (روهي): د ټرایکا هېوادونه د افغانستان منزوي کېدل دهیچا په ګټه نه بولي او ژمنه کوي چې په افغانستان کې به د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي چې چین ته د دغه وزارت د سرپرست په مشرۍ تللي پوړي پلاوي نن د ټرایکا پلس په ناسته کې ګډون وکړ.
دی وايي:"په دغه غونډه کې په افغانستان کې د منځته راغلو بشري او اقتصادي ننګونو، مثبتو تحولاتو او فرصتونو خبرې وشوې، د چین، روسیې او امریکا په ګډون د ناستو هیوادونو استازو ژمنې وکړې چې د ګډې همکارۍ له لارې به په افغانستان کې د اقتصادي ودې او ثبات لپاره کار کوي."
هغه زیاته کړه، د ټرایکا پلس غونډې برخوالو هیوادونو ویلي چې د افغانستان منزوي کېدل دهیچا په ګټه نه دي او پر افغانستان د بندیزونو او فشارونو د واردولو پر ځای دي ملاتړ وکړي.
سرچینې د معادن او پترولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور له قوله لیکلي:"وروسته له ۴۳ کالو په افغانستان کي مرکزي حکومت او سر تاسري امنیت تامین شوی دی د تداوم لپاره یې ستاسو همکارۍ ته اړتیا ده تر څو په افغانستان کې راغلي مثبت تحولات او فرصتونه د سیمي او نړۍ په ګټه واوسي"
د یادونې وړ ده چې له تېرې ورځې راهیسې په چین کې د افغانستان په اړه غونډه روانه ده.
په یاده غونډه کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د استازو تر څنګ، د امریکا، روسيې، قطر او اندونیزیا استازي هم برخه لري.
وروستي