د چین ولسمشر: افغانستان کې سوله او ټیکاو د نړۍ په ګټه ده

کابل (روهي): د چین ولسمشر شي جین پینګ وايي، ګاونډي هېوادونه بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره د اجماع د رامنځته کولو او همغږي کولو هڅې وکړي.

هغه دغه څرګندونې د یوه لیکلي پیغام له لارې په چين کې د افغانستان د ګاونډيو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو غونډې کړې دي.

شي جین پینګ ویلي:"يو سوله ييز، باثباته، پرمختللى او سوکاله افغانستان د ټولو افغانانو ارمان دى او د سيمې د هېوادونو او نړيوالې ټولنې په ګټه هم دی."

هغه د افغانستان پر ګاونډیو هېوادونو غږ کړی چې د افغانستان د روښانه راتلونکي د رامنځته کولو په برخه کې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

د ده په وینا، دغه هېواد له ډېر وخت راهیسې ‎له ستونزو سره مخ دی او په ډېرو برخو کې پرمختګ ته بېړنۍ اړتيا لري.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې په چین کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه روانه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دغې غونډې مشري کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، د امریکا متحده ایالاتونو، اندونیزیا او قطر هېوادونو دیپلوماتانو په کې ګډون کړی دی.