متقي: ټولو ستونزو ته په تدبیر او احتیاط رسېدنه کوي

کابل (روهي): د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي چین کې د افغانستان په اړه غونډې ته ویلي، هڅه کوي ټولو سیاسي، اقتصادي او اجتماعي ستونزو ته په تدبیر او احتیاط رسېدنه وکړي.

په یاده غونډه کې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د افغانستان لپاره د پرمختګ او لاسته‌راوړنو هیله څرګنده کړه ده.

هغه ویلي، په افغانستان کې باید د هېچا لپاره ګواښونه نه وي. 

د یادې غونډې ته د چین ولسمشر شي جین پينګ د یوه لیکلي پیغام له لارې افغانستان کې سوله او ټېکاو د سیمې په ګته ګڼلې ده.

هغه ویلي چې ګاونډي هېوادونه بايد د افغانانو د ملاتړ لپاره د اجماع  رامنځته کولو او همغږي کولو هڅې وکړي.

شي جين پينګ زیاته کړې، چين تل د افغانستان واکمنۍ، خپلواکۍ او ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کړی او د سولې، ثبات او پرمختګ په برخه کې يې د ملاتړ ژمنه کوي.

دغه راز د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د غونډې وړاندې رسنیو ته ویلي، د طالبانو لومړنی ډیپلومات یې - چې تېره میاشت روسیې ته ور لیږل شوی – منلې دی.