کابل(روهي): د ماشومانو د خوندیتوب نړیوالې ادارې ویلي که له افغانستان سره مرستې ډېرې نه شي نو ۲۰۲۲ کال به د افغان ماشومانو لپاره خورا بوږنوونکی کال وي. 

د ماشومانو د خوندیتوب دغې ادارې ویلي چې په افغانستان کې شاوخوا ۱۲ میلیونه ماشومان له لوږې او خورا ناوړه وضعیت سره مخ دي چې د نړیوالو لاسنیوي ته اړتیا لري.

سرچینه وايی چې د اګسټ له ۱۲مې وروسته په افغانستان کې بېوزلي او لوږه د چټکې پراختیا په حال کې دي، چې له همدې امله ګڼو کورنیو خپل ماشومان له ښوونځیو راګرځولي.

سرچينه زياتوي چې په دوی کې ډېری ماشومان کار کوي او یا هم ځینې کورنۍ د خپلو ماشومانو پلورلو ته اړ شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځنې وړاندې هم يو شمېر نړيوال بنسټونو د افغان ماشومان پر ناوړه وضعيټ اندېښنه ښودلې وه.