روسیې د طالبانو لومړنی ډیپلومات ومانه

کابل (روهي): د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف وايي، په مسکو کې د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا ټاکل شوی لومړنی ډیپلوماټ تېره میاشت کار پیل کړی دی.

هغه زیاته کړې چې مسکو له افغانستان سره په پوله پرتو هېوادونو کې د امریکا او ناټو پوځي حضور "د منلو وړ" نه بولي.

د لاوروف په وینا، مسکو د داعش ډلې د هغو پلانونو په اړه اندېښمن دی چې منځنۍ اسیا بې ثباته کوي او روسیې ته هم بې ثباتي ور اړوي.

دا په داسې حال کې ده چې له تېرې ورځې راهیسې په چین کې د افغانستان د بشري ناورین په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه روانه ده.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د دغې غونډې مشري کوي او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي، د پاکستان، ایران، روسیې، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان، د امریکا متحده ایالاتونو، اندونیزیا او قطر هېوادونو دیپلوماتانو په کې ګډون کړی دی.