ملګري ملتونه: د بشري مرستو د جذب لپاره مو هڅې چټکې کړي

کابل(روهي): ملګري ملتونه وایي له افغانستان سره د بشري مرستو د جذب لپاره یې هڅې پيل کړې دي. 

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې ویلي چې د لندن او دوحې کنفرانسونو کې هڅه کوي له افغانستان سره لا ډېرې بشردوستانه مرستې جذب کړي او نړیوال یې هڅولي چې د افغانانو لاسنیوی وکړي.

دغه اداره وايي، له افغانانو سره د جدي مرستو اړتیا ده او شتمنو هېوادونو ته په کار ده چې له سخاوت کار واخلي.

 سرچینه ليکي چې ملګري ملتونه دمګړی په افغانستان کې د خپلو بشردوستانه خدماتو د مخ ته بېولو لپاره له مالي ستونزو سره مخ دي او د نړیوالې ټولنې لاسنیوي ته اړتیا لري.

دا په داسې حال کې ده چې دمګړۍ پرون او نن هم په چين کې د افغانستان لپاره د ګاونډيو هېوادونو ناسته روانه ده.