پاکستاني طالبانو د پسرلنیو عملیاتو د پيل اعلان کړی

کابل(روهي): پاکستاني طالبانو په دغه هېواد کې د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو خبر ورکړی دی.

د پاکستاني طالبانو ویاند محمد خراساني په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ويلي چې دغه عملیات به د روژې په لومړۍ ورځ پیلېږي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه او د هغوی همکاران به په کې په نښه کېږي.

سرچینېه وايي : "په دغو عملیاتو کې استشهادي عملیات، تهاجمي بریدونه، د ماینونو عملیات، د بریدونو د مخنیوي عملیات، هدفي بریدونه، د لایزر او نښه ویشتونکي بریدونه شامل دي"

دا په داسې حال کې ده چې د پسرلنیو عملیاتو له پیلېدو مخکې بریدونه شوي او په تېرو دوو ورځو کې یې د خیبر پښتونخوا په ټانک او وزیرستان سیمو کې ۳۴ پاکستاني سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دا لومړی ځل دی چې "تحریک طالبان پاکستان" د روژې په میاشت کې د داسې عملیاتو پیلولو خبر ورکوي؛ له دې مخکې به هر کال افغان طالبانو په افغانستان کې دغه ډول عملیات اعلانول.