له افغانستانه تر وتلو وروسته امریکا د ځينو نظامي توکو تولید کم کړی 

کابل (روهي): د راپورنو له مخې، امریکا له افغانستان تر وتلو وروسته د جنګي وسایلو په تولید کې کموالی راوستی دی. 

يو شمېر امریکايي رسنيو خبر ورکړی دی چې  وروسته له هغه چې امریکا له افغانستان ووته، د ځينو ځانګړو چورلکو او وسلو تولید یې کم کړی دی.

دغه راز د سرچينو په وينا، امريکا د راتلونکي او روان کال په بودیجه کې یې هم د لا ډېرو وسلو تولید ته ځای نه  دی ورکړی.

سرچینې ليکي چې په دې کې تر ډېره هغه چورلکې شاملې دي چې په افغانستان کې به د ځانګړو عملیاتو لپاره کارول کېدې، چې اوس یې له قراردادي کمپنیو سره ځینې قرار دادونه لغوه شوي او یا یې د تولید شمېر د پام وړ کم شوی دی.

بل لور ته امریکايي دفاعي چارواکي بیا وایي دوی لا هم د نظامي برخې ډېرې پیاوړتیا ته اړتیا لري، ځکه په اروپا کې روسیې یرغلیز حالت غوره کړی دی او په نړۍ کې ځينې نور هېوادونه هم له خطر سره مخ دي.