يوه ښځې چې له23 پوړ څخه  ځان  وغورځاوه ، ژوندۍ پاتې شوه

 د فرانسې خبري اژانس د ارژانټاين په مرکز بونس ايرس کې د پوليسو او عيني شاهدانو په حواله خبر ورکوي، چې يوې ښځې د يوه هوټل له 23 پوړ څخه ځان وغورځاوه او د لاندې ولاړ ټکسي پر سر راغورځېده او د ټکسي په چت کې ننوته. دغه ښځه سمدستي روغتون ته يوړل شوه او د سږيواو بډوډو تر عملياتو وروسته ژوندۍ پاتې شوه. عيني شاهدان وايي،چې دغې 30 کلنې مېرمنې لومړی په هوټل کې ځان ته د قهوې فرمايش ورکړ او وروسته يې خپل دستکول پر ځای پرېښود او په ارامۍ برنډې ته پورته شوه او ځان يې وغورځاوه. د لاندې ولاړ ټکسي چلوونکی په همدې شېبه کې له ټکسي څخه وتلی و اوکه نه ښايي مړ شوی وای.