کابل(روهي): د بهرنیو چارو وزارت وایي چې ترکمنستان د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي پټلۍ او نورو پروژو ته چې -له افغانستان څخه تیريږي- تیاری لري.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال احمدضیا تکل وایي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ په چین کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ناستې په څنډه کې د ترکمنستان د بهرنیو چارو له وزیر ښاغلي رشید مرادوف سره وکتل.

هغه زیاتع کړې چې په دې ناسته کې د کانونو او پټرولیم سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور او د اقتصاد سرپرست قاري دین محمد حنیف هم حضور درلود. 

سرچینې لیکلي:"د خبرو محوري موضوعات ټاپي، ټاپ او د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ سوداګري او دوه اړخیزه همکاري وه."

تکل وایي چې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ټاپې پروژې د عملې چارو د پیلولو تر څنګ د اورګاډي  پټلۍ او نورو پروژو چې له افغانستان څخه تیريږي ورته تیاری لري.
سرچینې د متقي له قوله لیکلي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت به د ټاپي او نورو سترو پروژو د پلي کېدو لپاره د اسانچارۍ لپاره ټولې هڅې په لار واچوي. 
د کانونو سرپرست شیخ دلاور  ټاپي پروژه حیاتي وبلله او د ځمکې د استملاک په ګډون د پاتې مسایلو د حل کولو اړوند یې روانې هڅې جدي وبللې. 
 د اقتصاد سرپرست قاري دین محمد حنیف وویل: "اوس هغه  وخت راغلی چې د افغانستان ګاونډي او د سیمي هیوادونه د اقتصادي پروژو او دوه اړخیز تجارت ته په وده ورکولو کې سره پوره همکار پاتي شي."

هغه زیاته کړه چې ا.ا تر نویو تحولاتو وړاندې هم د ټاپي پروژې ملاتړ او د همکارۍ ډاډ ورکړی وو.