حقاني: هغه دودنه دې له منځه یوړل شي چې میرمني له  شرعي حقونو محروموي

د کورنیو چارو سرپرست سراج الدین حقاني وایي چې د میرمنو حقوقو ته دې جدي پام وشي او هغه دودنه دې له منځه یوړل چې له امله یې میرمني له  شرعي  حقوقو څخه  محرومیږي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالنافع ټکور رسنیو ته په استولي پیغام کې ویلي چې د کورنیو چارو  سرپرست  خلیفه سراج الدین حقاني د خوست پکتیا او پکتیکا ولایتونو له سپین ږیرو او قومي مشرانو سره  وکتل. 

سرچینې لیکلي چې په لیدنه کې قومي مخورو حقاني سره د خپلو تجربو له مخې مشورې  شریکې کړي، د خپلو سیمو یو شمير ستونزې او حل لارې یې واورولې او ډاډ یې ورکړ چې دوی به د ا.ا ملاتړ ته په هر ډول حالاتو کې ادامه ورکوي. 

حقاني خلکو ته ویلی، ا.ا له  هیچا د انتقام  اراده نلري او له دوی یې وغوښتل چې هغو هیوادوالو ته بلنه  ورکړي چې له افغانستان څخه وتلي دي. 

هغهډاډ ورکړ چې دوی به د برق، مکاتبو، مدرسو او صحي مرکزونو اسانتاوې برابروي او هغوی ته یې توصیه وکړه چې دوی د‌ې د امیرالمؤمنین د فرمان  په  تعقیب د میرمنو حقوقو ته جدي متوجه شي او هغه دودنه دې له منځه  یوسي چې له امله یې میرمني له  شرعي  حقوقو څخه  محرومیږي.