کابل (روهي): د ناروې د کډوالو شورا وايي، د افغانستان کړکېچ د نړۍ له سترو کړکېچونو څخه ده نو تمویل کوونکي دې د افغانانو د ملاتړ لپاره ژورې هڅې وکړي.

د دغې شورا مشر جان اګلېنډ یادې څرګندونې نن د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو ګډې ناستې له جوړېدو وړاندې په یوې خبرپاڼه کې په خپلې ټوېټرپاڼې لیکلي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي:" افغانستان کي بشري تمویل ته سخته اړتیا ده او موږ تمه لرو چې بسپنه ورکوونکي د افغانانو د ملاتړ لپاره ژورې هڅې وکړي، تمویل کونکي باید د لنډمهاله اقداماتو ملاتړ ته دوام ورکړي."

ټاکل شوې چې سبا د افغانستان لپاره د بشري مرستو را جلابولو ملګري ملتونه غونډه وکړه او غونډې ته د ملګرو ملتونو سرمنشي، انتونیو ګوتریش هم به هم وینا ولري.

د ناروې د کډوالو شورا وايي:"دا کنفرانس د نړیوالې ټولنې لپاره یو فرصت په ګوته کوي چې یو موټی شي او وښيي چې موږ په دې سخت وخت کې د افغانستان سره ولاړ یو. 

سره له دې چې افغانان د دوو لسیزو جګړه تېره کړې او هغه څه چې نن ورځ موږ وینو په ریښتیا بې ساري دي."

سرچینې زیاته کړې چې افغانستان کې کړکېچ د نړۍ یو له لوی بحرانونو څخه دی، لکه لوږه او خوارځواکۍ چټکتیا موندلې ده.

د یادونې وړ ده چې د ملګرو ملتونه په یاده غونډه کې به د افغانستان لپاره د ۲۰۲۲ کال د بشردوستانه مرستو په موخه ۴.۴۴ میلیارده ډالره غوښتنه وشي.