کابل (روهي) د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو په افغانستان کې له تحول وروسته په لومړي ځل درې اړخیزه غونډه وکړه.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند مرستیال احمدضیا تکل لیکلي:"په نننۍ درې اړخیزه ناسته کې چي په چین کي تر سره شوه د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي وویل، لېواله دی چې درې اړخیزه ناسته بیا ژوندۍ شي او د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران د دې میکانیزم له لارې خپلو هراړخیزو همکاریو ته ادامه ورکړي."
سرچینې د وانګ يي له قوله لیکلي چې باید درې واړه هېوادونه سیاسي او اقتصادي همکارۍ زیاتې او ژورې کړي.
سرچینه زیاتوي، د بهرنیو چارو سرپرست مولوي امیر خان متقي وویل، په سیمه کې د اقتصادي همکارۍ لپاره ښه فرصتونه راټوکېدلي چې ایجابوي درې واړه هېوادونه په خپلو منځونو کې همکارۍ لا زیاتې کړي.
هغه وایي چې افغانستان د بسپنو پر ځای لېواله دی چې سیمې سره اقتصادي مشارکت ولري.
د متقي په وینا، د افغانستان حکومت غواړي چي هم مرکزي اسیا او جنوبي اسیا د ترانزټ له لاري سره وصل کړي او هم د افغانستان محصولات د پاکستان له لاري چین او هند ته ورسیږي.
دغه راز سرچینې لیکلي: د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د بهرنیو چارو وزیرانو په کچه د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار وکړ او د سیمې ترمنځ اقتصادي نښلوون ملاتړ یې وکړ."
قریشي وویل چې پاکستان به د چین په مرسته د افغانستان په ملاتړ ګډې هڅې وکړي.
وروستي