.jpg)
کابل (روهي): په چین کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون کولو لپاره د بهرنیو چارو سرپرست امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دغه هېواد ته ورسېد.
د بهرنیو چارو وزارت خبرپاڼې له مخې، هغه د افغانستان په اړه د سیمي د بهرنیو وزیرانو د ناستې تر څنګ به نورې مهمې ناستې هم ولري.
بهرنیو چارو له سرپرست سره په پلاوي کې د اقتصاد وزارت سرپرست قاري دین محمد حنیف او د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شیخ شهاب الدین دلاور هم شامل دي.
ټاکل شوې چې نن په یاد هېواد کې د افغانستان په اړه د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیران د دوه ورځو لپاره سره خبرې وکړې.
په دغه ناسته کې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټام وېسټ هم ګډون کوي.