ملابردار: له بهرنیانو هېڅکله د مرستې غوښتنه نه کوو

کابل(روهي): د ریاست الوزار مرستیال ملا عبدالغني برادر وايي چې د بهرنیو مرستو پر ځای د افغانستان له شته سرچینو ګټه اخلي.

هغه دغه څرګندونې نن د قوشتېپې کانال په پرانیستغونډه کې وکړې.

دی وايي:"زه له بهرنیانو هېڅکله د مرستې غوښتنه نه کوم، مونږ به له خپلو شته طبیعي منابعو څخه استفاده کوو او وطن ابادوو."

هغه زیاته کړه چې د دغه کانال په بشپړېدو سره افغانستان د کرنیزو تولیداتو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېدلای شي.

د معلوماتو له مخي، یاد کانال د هېواد له سترو کانالونو څخه دی چې ۲۸۵ کیلومتره اوږدوالی، ۱۰۰ متره بر او ۸۰۵ متره ژوروالی لري.

دغه کانال د ۵۵۰ زره هکټاره ځمکې د خړوبولو وړتیا لري او په یوه ثانیه کې ۶۵۰ متر مکعب اوبه لېږدوي.