د يوې پاکستانۍ چورلکې غورځېدو پېښه کې شپږ پوځي افسران وژل شوي

کابل (روهي): د پاکستان پوځ ويلي چې د یوې چورلکې غورځېدو پیښه کې يې د یو شمېر افسرانو په ګډون شپږ سرتیري وژل شوي دي.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دا پيښه پرون په يوه افریقایي هیواد کانګو کې رامنځته شوې ده.

خبرپاڼه زياتوي چې په دې پيښه کې اوه کسان وژل شوي چې شپږ تنه یې پاکستاني افسران او سرتیري دي.

سرچينه وايي چې دغه سرتیري یې په کانګو کې د ملګرو ملتونو د سولې په ماموریت کې دنده ترسره کوله.

د پاکستان د پوځ ويلي چې دوی د معمول سره سم پر خپلو دندو بوخت وو او په چورلکه کې یې سفر کولو چې هغه ځای په وخت د غرمې په یوه بجه یې چورلکه غورځیدلې ده.