اوباما د افغانستان اوپاکستان په اړه سږکال دملي امنيت خپله لومړۍ غونډه نيسي

ټاکل شوې، چې نن به دامريکې ولسمشر باراک اوباما دافغانستان او پاکستان په اړه په2011 کال کې د ملي امنيت خپله لومړنۍ غونډه کوي. دغه غونډه افغانستان او پاکستان ته د اوباما د ځانګړي استازي رېچارډ هالبروک تر مړينې وروسته دويمه غونډه ده. ټاکل شوې په غونډه کې به د سيمې دحالاتو او د جولای په مياشت کې له افغانستان څخه د امريکايي ځواکونود وتلو د پيل په اړه خبرې وشي.