د خوړو نړیوال پروګرام وايي، په افغانستان کې د خوړو د خوندیتوب د کړکېچ د ژور کېدو په حال کې دی.
دغې ادارې د یوې ‎څېړنې ویلي چې په اوس وخت کې افغانستان کې ۲۳ ملیونه وګړي سخت د خوړو خوندیتوب نه‌لري او دغه بحران لا د ژور کېدو په حال کې دی.
سرچینې لیکلي چې د افغانستان د وګړو ۹۵ سلنه‌یې کافي خواړه نه‌لري، ځکه د کورنیو د عوایدو کچه او فرصتونه په کمېدو دي.
سرچینې زیاته کړې د هغو کسانو چې د ژوندي ساتلو لپاره له سختو لارو کار اخلي، شمېر هم په یوه میاشت کې ۵ سلنه زیات شوی او په سلو کې څه باندې ۷۱ ته رسېدلی.
یادې ادارې مخکې ویلي و، اته ملیونه او اووه لکه به داسې وضعیت ولري چې هغه د قحطۍ د خطر په شرایطو برابر ګڼل کېږي.
دغه راز ۴ ملیونه او اووه لکه ماشومان، امیندواره او شیدې ورکوونکې مېرمنې د سختې خوارځواکۍ له خطر سره مخ وي.