نړیوال بانک د نجونو ښوونځیو په تړلو د افغانستان ځينې پروژې لغوه کړې

کابل (روهي) نړیوال بانک له افغانستان سره د نړیوالو د ۶۰۰ ملیون ډالرو د مرستو پروژې له شپږمو د لوړو ټولګیو د زده‌کوونکو نجونو پر زده‌کړو بندیز لګېدو له امله کنګل کړې
د دغه بانک له لوري په خپره کړې خبرپاڼه کې راغلي چې د پوهنې، روغتیا، کرنې او کورني ژوند په برخو کې پروژې به د بیارغونې د صندوق تمویلوونکو هېوادونو ته یوازې هغه مهال د تأیید لپاره وړاندې شي چې نړیوال بانک او شریکان‌یې په افغانستان کې د وضعیت په اړه یو تفاهم ولري.

سرچینې زیاته کړې چې یاد پروژو لپاره پیسې له مخکني حکومت سره د نړیوالو له بسپنو څخه ترلاسه شوې وي خو د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د مارچ په لومړۍ نېټه د دې صندوق له پیسو څخه په دې څلورو برخو کې د اړتیا وړ پروژو د تمویل پلان په دې هیله تصویب کړ چې طالبان به د نجونو او هلکانو انډول تعلیم ته اجازه ورکړي.

نړیوال بانک پرون د منځنیو ښونځیو او لېسو د زده‌کوونکو نجونو پر تعلیم د طالبانو د بندیز له کبله سخته اندېښنه وښوده او د یادو پروژو لپاره یې ۶۰۰ میلیون ډالر کنګل کړل.
ط،البانو تېره اونۍ د هېواد په سړو سیمو کې د ښوونځيو د پیلېدو اعلان وکړ خو له شپږم د پورته ټولګو نجوني ښوونځي تر دوېیم امر پورې وځنډېدل.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر سخت غبرګونونه راوپارېدل او ان امریکا دوحه کې له سرپرست حکومت سره د افغانستان د اقتصادي ستونزو د حلولو لپاره خبرې لغوه کړې.