کابل(روهي): د رسنیو د راپورونو له مخې، په چین کې نن د افغانستان په اړه کنفرانس جوړېږي چې کوربه توب يې د افغانستان لپاره د چین ځانګړی استازی کوي.
دغه راز په نني دغه کنفرانس کې د افغانستان پر وضعیت او اقتصادي همکاریو خبرې کېږي.
ټاکل شوې چې په دې کنفرانس کې ګډونوال له نړیوالې ټولنې د افغانستان د شتمنۍ د ازادولو غوښتنه وکړي او تر څنګ یې د افغانستان په اړه د سیمه ییزې اجماع د پیاوړتیا لپاره هڅې کېږي.
کنفرانس کې پاکستان، ایران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ګډون کړی دی.
له افغان لوري هم د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی دې کنفرانس کې ګډونوال دی.
د يادونې ده چې له دې مخکې په پاکستان کې د اسلامي هېوادونه ناسته هم ترسره شوه چې پکې پر افغانستان هم بحث وشو.
وروستي