استرالیا څه باندې ۱۶زره افغان کډوال مني

کابل(روهي): د استرالیا فدرالي حکومت اعلان کړی چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به  ۱۶ نيم زره افغان کډوال ومني. 

د استرالیايي رسنیو د راپور له مخې، د استرالیا حکومت هر کال ۱۳ زره ۷۵۰ کډوال مني خو د اضافي افغان کډوالو د منلو له کبله به تر ۲۰۲۵ او ۲۰۲۶ پورې استرالیا د کال ۱۷ زره ۸۷۵ کډوال مني.

دا له ۲۰۱۵ م کال راوروسته-چې د استرالیا صدراعظم توني ابټ په دوو کلونو کې ۱۲ زره سوري او عراقي کډوال ومنل- د استرالیا د بشري چارو په پروګرام کې تر ټولو ستر ګام دی.

د دغه هیواد د کډوالو د چارو وزیر الیکس هاوېک ويلي، د کډوالو د ځای پر ځای کولو لپاره په څلورو کلونو کې ۶۶۶ ملیون ډالره بودجې ته اړتیا لري.

ده تایید کړه چې استرالیا په افغانستان کې د ۲۰ کلن حضور په لړ کې دې هیواد ته یو لړ ژمنې ورکړي چې ځان د هغو پوره کولو ته مکلف بولي.

دغه راز له دې سره به په څلورو کلونو کې د استرالیا له لوري د منل کېدونکو افغانانو شمېر شاوخوا دوه برابره شي.