م .م: له نړۍ سره د ط.البانو تعامل لپاره اړینه ده چې هغوی ته واضح پیغامونه ورکړل

ملګري ملتونه وايي، له نړۍ سره د ط.البانو تعامل لپاره اړینه ده چې هغوی ته واضح پیغامونه ورکړل شي او دوی افغانستان کې د اقتصادي ستونزو په اړه بحث او د معقولو حل لارو لټولو ته چمتو دي.
د حکومت ویاند مرستیال انعام الله سمنګاني په خپل ټوېټرپاڼې لیکلي چې د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ملګرو ملتونو پراختیایي ادارې (UNDP) د عمومي مسوول اچیم سټینر په مشرۍ راغلي پلاوي سره نن لیدلي دي.
ده د حنفي له قوله لیکلي:"د نشه یي توکو د کښت، استعمال او قاچاق د مخنیوي په برخه کې د نړیوالې ټولنې همکاري او بزګرانو ته د بدیل برابرول مهم دي."
حنفي زیاته کړې چې نړیوالې ادارې دې له سکتوري وزارتونو سره په ګډه مستحقین تشخیص او په دې برخه کې همغږي زیاته کړي. 
سرچینې د یو این ډی پی عمومي مسول…