مولانا فضل الرحمان: د حکومت نسکورېدل نږدې شوي

کابل(روهي): د جمعیت علمای اسلام ‎مشر مولانا فضل الرحمان وايي چې د حکومت د نسکورولو وخت را نږدې شوی دی.

هغه دغه څرګندونې په اسلام اباد کې د پي ټي ایم یوې غونډې ته وکړې.

دی وايي چې د پاکستان لومړي وزیر عمران خان "نااهل کس" په ضد په قومي اسمبلۍ کې د بې اعتمادۍ رسمي تحریک وړاندې شوی دی.

هغه وويل: "بې کفايته واکمن وايي زما پر ضد د بهرنيو ځواکونو دسيسې دي، تاسو د خپلې بې کفايتۍ له امله د خپلو بادارانو اوږو بار شوي ياست." 

د مولانا فضل رحمان په وینا، عمران خان دې ووايي چې هغه له بهر نه پيسې له كومې راوړي؟

دی زیاتوي:"د عمران خان په تقدير کې هيڅ عزت نشته او د عمران خان د بې کفایتۍ له امله په نړۍ کې هیڅوک زمونږ دوست نه دی پاتې شوی.