نړۍ کې د تيلو لس ترټولو ډېر مصرفونکي هېوادونه 

نړۍ کې د تيلو د توليد مصرف اړوند ليکنې په لومړۍ برخه (https://rohi.af/news/91627)، هغه لس هېوادونه ذکر شول، چې ترټولو ډېر تيل توليدوي؛ دې برخه کې هغه لس هېوادونه درته ښييو، چې د تيلو د مصرف برخه کې له لومړۍ تر لسمې شمېرې راغلي. 

۱- د امريکاا متحد ايالت 
د تيلو توليد برخه کې د امريکا متحد ايالت هغه هېواد دی، چې  د نړۍ د نورو ټولو هېوادونو په پرتله ډېر تيل توليدوي. ورته وخت کې، د امريکا متحد ايالت د نړۍ د هغه هېوادونو د نوملړ په سر کې دی، چې د تيلو مصرف يې لوړ دی. امريکا په منځني ډول د ورځې ۱۱ مېليونه بېرل تيل توليدوي، خو د تيلو مصرف يې يوه ورځ کې ۱۸ مېليونه بېرل دی. دې سره د امريکا متحد ايالت نړۍ کې د تيلو ډېر مصرونکی هېواد دی، چې د نړۍ په کچه د تيلو د مصرف له ټولې سلنې، شل سلنه يې امريکا مصرفوي. 

۲- چين
دغه هېواد د تيلو توليد په نوملړ کې اووم ځای لري. د تيلو مصرف يې لوړ او دويم د تيلو ډېر مصرفي هېواد دی. د نړۍ د تيلو له ټولې سلنې نېږدې ۱۲سلنه تيل چين کې مصرفيږي. د تيلو د وارداتو برخه کې چين دويم ځای لري. 

۳- جاپان
صنعت کې مخکښ جاپان هم ډېر تيل مصرف کوي. جاپان کې د ورځې پنځه مېليونه بېرل تيل مصرفيږي. د تيلو تر ټولو ډېر مصرفي هېوادونو په نوملړ کې جاپان درېيم ځای لري. له ۲۰۰۰ کال وړاندې جاپان کې د تيلو مصرف ترټولو ډېر وو، خو وروستيو کالونو کې يې د تيلو مصرف کم شوی دی. 

۴- هندوستان 
د جاپان خلاف، هندوستان کې  په تېرو شلو کالونو کې د  تيلو مصرف ډېر شوی دی. هندوستان چې نوی صنعت کېدو پر خوا روان دی، د ورځې تر څلور مېليونه بېرل تيل مصرفوي. د تيلو د مصرف نړيوال نوملړ کې هندوستان څلورم هېواد دی. 

۵- روسيه
دغه هېواد نړۍ کې د تيلو د توليد دويم تر ټولو ستر هېواد دی. روسيه د خپلو تيلو له توليد ۴۰ سلنه اروپا ته ورکوي. روسيه د نړۍ د نورو هېوادونو په پرتله کم تيل مصرفوي او پنځم تر ټولو ډېر د تيلو مصرفونکی هېواد دی. 

۶- سعودي عربستان 
سعودي عربستان د تيلو ډېر توليدوي هېواد دی. هغه هېواد چې د تيلو توليد کې درېيم او د تيلو لېږد کې لومړی ځای لري، سعوددي عربستان دی. سعودي عربستان ډېر تيل بهر هېوادونو ته لېږي او خپله د تيلو توليد کې شپږمه شمېره راځي. 

۷- برازيل
د سويلي امريکا دغه هېواد هره ورځ درې مېليونه بېرل تيل مصرفوي، چې د نړۍ په کچه درې سلنه تيل په کې مصرفيږي. د تيلو د مصرف په نړيوال نوملړ کې اووم ځای لري. 

۸- جرمني 
جرمني کې د تيلو توليد کم دی خو د  تيلو مصرف کې اتمه درجه دی. د جرمني د تيلو نېږدې ۴۰ سلنه واردات له روسيې کېږي. 

۹- سويلي کوريا
سويلي کوريا کې ډېر تيل له نړۍ وارداوي. سويلي کوريا د تيلو وارداتو کې پنځم هېواد دی. د تيلو مصرف کې سويلي کوريا نهمه شمېره ده. 

۱۰- کاناډا 
دغه هېواد کې د وروستيو شمېرو پر بنسټ  لسم  هېواد دی، چې ډېر تيل په کې مصرفيږي.