په مصر کې د چارواکو د ګواښونو سربېره لاريونونو دوام وکړ

پرون په مصر کې د کورنيو چارو وزارت د بنديزونو او ګواښونو سره سره بيا هم خلک لارو اوکوڅو ته راووتل او د حسني مبارک د ګوښه کېدو غوښتنه يې وکړه. د خبرونو له مخې پوليسو په سلګونو کسان نيولي او په دغو لاريونو کې دوه کسه وژل شوي هم دي، خو بيا هم د لاريونومخه نه دي نيول شوې.
بل خوا اروپايي اتحاديې له حسني مبارک څخه غوښتنه کړې، چې د خلکو مشروع غوښتنوته غوږ ونيسي او په اصلاحاتو لاس پورې کړي.