دا اووه نښې دا ښيي چې تاسې جنسي انتقالي ناروغۍ يا (STDs) لری 

جنسي انتقالي ناروغيو ته انګلېسي کې Sexually transmitted diseases وايي؛ دا هغه ناروغۍ دي، چې له ناروغ کس څخه روغ  کس ته انتقاليږي. يانې ساري او ککړونکې ناروغۍ ورته وايي. دلته د جنسي انتقالي ناروغيو اووه عمومي نښې ښوودل شوې دي. 

۱- د رڼو متيازو پرمهال سوځېدنه It burns when you pee
که چېرې کوم کس د رڼو متيازو پر مهال د سوځېدو احساس وکړي، نو لامل يې ناروغي وي او دا سوځېدنه دا ښيي، چې مضرې بکترياوې بولي مجرا ته دننه شوي دي او فعاليت يې پيل کړی دی. دې وخت کې جنسي اړيکې سبب  کېږي، چې د اغېزمن کس ناروغي لا زياته کړي او جوړ کس ته هم دغه ناروغي انتقال کړي. 

۲-  غير معمول مايع بهيدل You have unusual discharge
ځيني وخت داسې کېږي، چې د نارينه او ميرمنو له تناسلي آلو بي رنګه  يا سپين رنګه او سرېښناکه مايع ځي. دا مايعات هغه وخت بهيږي، چې مضرو بکترياوو فعاليت پيل کړی وي او سپارښتنه  دا ده چې دې وخت کې  بايد د ښځې او خاوند ترمنځ جنسي اړيکې تر سره نه شي. 

۳- له تناسلي غړو وينه بهيدل
که چېرې جنسي انتقالي ناروغۍ شديدې وي، نو بيا د مايع پر ځای له تناسلي آلو  وينه بهيږي او دا ښيي، چې ناروغي بد وضعیت کې ده او بايد ژر تر ژره اړوند متخصص ډاکټر سره پرې مشوره  وشي. 

۴- په عادي حالت کې د تناسلي غړو سوځېدنه
ځيني  وخت داسې وي، چې د تنشاب  له اړتيا پرته هم تناسلي غړي  سوځيږي، خارښت کوي  او اړوند کس په تکليف وي. 

۵- د کوروالي پر مهال تکليف او درد You have pain during sex
که چېرې ځيني وخت د تناسلي غړو سوځېدنه، وينه او مايع بهېدنه هم نه وي، خو هغه وخت چې د ښځې او خاوند ترمنځ د کوروالي پر مهال درد او تکليف شتون ولري، نو دا ښيي، چې جنسي انتقالي ناروغۍ پيدا شوي دي او بايد له کوروالي  ډډه وشي او درملنه يې پيل شي. 

۶-   تناسلي برخو کې ټپونه پيدا کېږي You have bumps on genitals
د تناسلي غړو شااوخوا ځيني ټپونه او دانې پيدا کيږي. دغه دانې او ټپونه هم د  جنسي انتقالي ناروغيو نښې دي. د دغه ټپونو او دانو تر شا بکترياوې او ويروسونه شتون لري او که چېرې  روغ له  ناروغ کس سره لمس شي، نو انتقال پيدا کوي. 

۷- د خاصرې لګن شااوخوا دردونه have pelvic pain
که چېرې د خاصري لګن شااوخوا، خاصرې لګن، پښتوروګو او مثانې کې درد شتون ولري، نو تړاو يې جنسي انتقالي ناروغيو سره دی.