نړۍ کې د تيلو لس ترټولو ډېر توليدي هېوادونه 

۲۱مه پېړۍ نړۍ کې د تيلو د توليد او مصرف پېړۍ ده. د صنعت، جګړو او تګ - راتګ چټکه وده سبب  شوې ده، چې بايد ډېر تيل توليد او ډېر تيل مصرف شي. دې ليکنه کې لس هغه هېوادونه چې د تيلو توليد کې ترټولو مخکښ دي، ښوودل شوي او د بېرل پر بنسټ، په ورځني ډول د تیلو توليد يې ذکر شوی دی. 

۱- د امريکا متحده ايالت
د امريکا متحد ايالت نړۍ کې د تيلو توليد کې لومړی هېواد دی. دغه هېواد يوه ورځ کې نېږدې يووولس -نيم مېليونه بېرل تيل توليدوي.  د دومره تيلو توليد سره - سره، د امريکا متحد ايالت هره ورځ  اته مېليونه بېرل تيل له نورو هېوادونو وارداوي. 

۲- روسيه 
د تيلو توليد برخه کې روسيه دويم هېواد دی، چې ترټولو ډېر تيل توليدوي. دغه هېواد د پراخوالي پربنسټ نړۍ کې لومړۍ درجه او تر ټولو ستر هېواد دی. روسيه د تيلو توليد ترڅنګ،  د طبيعي ګاز توليد کې هم لومړی مقام لري. د روسيې ډېر د تيلو صادرات اروپا او چين ته کېږي. 

۳- سعودي عربستان
د تيلو د توليد برخه کې درېيم هېواد دی، خو د تيلو د صادراتو برخه کې لومړۍ درجه راځي. دغه هېواد نړۍ ته له ۱۵ بيا تر ۱۷ سلنه تيل  توليدوي او د خپل اقتصاد اوويا سلنه عوايد يې له تيلو څخه دي. 

۴- کاناډا
دغه هېواد څلورم مقام کې دی. په ورځني  ډول نېږدې پنځه -نيم مېليونه بېرل تيل توليدوي. کاناډا د نړۍ شپږ سلنه د تيلو صادرات کوي. 

۵- عراق 
عراق د نفتو صادرونکو هېوادونو سازمان/The Organization of the Petroleum Exporting Countries چې اوپېک ورته وايي، له بنسټ اېښودنکو هېوادونو دی. د تيلو توليد برخه کې پنځم ځای لري او هره ورځ پنځه مېليونه بېرل تيل توليدوي. 

۶- عربي متحده امارات
دغه هېواد د سعودي عربستان په څېر ډېر تيل توليدوي خو د خپل مصرف پر ځای ډېر تيل نړۍ ته ورکوي. عربي متحده امارات د ورځې څلور مېليونه بېرل تيل توليدوي. 

۷- چين 
که چېرې د تيلو مصرف شي، نو له امريکا وروسته چين دويم ځای لري، خو د تيلو د توليد برخه کې اووم نمبر هېواد دی. چين څه  کم څلور مېليونه بېرل تيل د ورځې توليدوي او ډېر تيل په خپله مصرفوي. 

۸- ايران 
د عراق په څېر ايران هم د  اوپېک سازمان غړی او بنسټګر هېواد دی. ايران کې د تيلو توليد هره ورځ درې - نيم مېليونه بېرل کېږي. 

۹- کويټ
د پراخوالي او وګړو پر بنسټ وړکی کويټ هېواد، د نړۍ نهمه شمېره ستر د تيلو توليدي هېواد دی، چې ډېر تيل توليدوي. کويټ کې هره ورځ درې مېليونه بېرل تيل توليديږي. 

۱۰- برازيل 
د تيلو توليد پر اساس، د لسو سترو هېوادونو نوملړ کې لسمه شمېره برازيل راځي. برازيل هره ورځ ۲.۹ مېليونه بېرل تيل توليد کوي.