آزاد ژوند ته بلنه؛  داسې ژوند وکړئ!

هڅه وکړئ په ژوند کې هيچاته ځان مه اړ کوئ٬ او خپلي خوښۍ له چا سره مه ګرو کوي!

هيڅ شي ته ځان مه اړ یامحتاجه کوئ٬ او خپلې ښيګڼې په هېڅ شي پوري مه تړئ!.

دغسې ژوند وکړئ!
هېڅکله د يوازيتوب او ويرې احساس مه کوئ، اګر که بې کوره هم شوئ.

هېڅکله د غريبۍ احساس مه کوئ، اګر که غريب هم شوئ!.

هېڅکله مه نا اميده کېږه، ولو که خلک ستا نظرونو ته سپکاوی هم کوي.

د خپلو عزيزانو غلامي مه کوئ٬ ځکه چې هېڅکله به د هغوی له داسې صحبت او ملګرتیا څخه ګټه وانخلې.

خلک ازاد او بنديان خوشي کړئ!٬ که تاسو دا کار وکړ نو د تل لپاره به هغوی ستاسو په بند کې پاتې شي.

ترڅو چې مو زړه له خواهشاتو او نفرتونو څخه نه وي پاک کړب، دعا مه غواړئ!.

که تاسو دا کار وکړ نو دعا به مو قبوله شي، حتی مخکې له دې چې تاسو پرې پيل وکړئ.

د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره ولاړ شئ، په داسې حال کې چې تاسو په بشپړ روحي ځواک کې ياست.

د خدای (ج) رضا ولټوئ٬ او خلکو ته مو زړونه پرانيزئ!.

په طوفانونو کې هم خپلې کښتۍ روانې کړئ٬ که تاسو دا کار وکړئ نو هغه برکتونه به ووينئ کوم چې پر تاسو نازليږي/ وريږي.

کله مو چې د نوي کار پيل وکړ او نېک ګومان مو وکړ، نو زړونه به مو له کار سره له مينې او اطمنان څخه ډک شي.

له نامعلوم څخه مه ويريږئ!، له درو او ميدانونو څخه تير شئ٬ ځکه هر کار چې پيل کوی؛ وېره ستاسو په ذهن کې ځاي نيسي او ستاسو د زړه ارامتيا له منځه وړي او په اقدام کولو سره ويره له منځه ځي.

اجازه مه ورکوئ! چې ځيني خلک مو له زړونو څخه الله(ج) غلا او زړونه مو په ويرې او ډار مشغول کړي!

داسې خلکو ته خپل سر مه ښکته کوئ، بلکې د اسمانونو پيدا کونکي ته رجوع وکړئ!.

د ځمکي پر مخ خوښي او ښکلاوې ولټوئ! اګر که زړونه مو دردمن او بدن مو له ناروغیو ډک وي.

زړونه مو ژوندي او د ټولو هغه څيزونو پلټنه وکړئ کوم چې تاسو ته خوښي او ارامتيا درکوي.

ناکامي قبوله کړئ! او له سره بيا پيل وکړئ!.
له خلکو سره نرمي کوونکي او د پېښو په وړاندې ثابت او استوار اوسئ.

د ستونزو او سختيو پر وخت د فرصتونو په لټه کې شئ او فرصتونه رامنځته کړئ!، څکه فرصت هغه څوک لاسته راوړي چی زړور او ژوندي روح ولري.

کله چې مو د ژوند ميسر بدل شو نو د لټي او تمبلي پريږدئ او پر خپلو طی کړو لارو بيا مزل وکړئ.

د ژوند له تغيراتو سره سره بيا هم مثبت ژوند وکړئ! وېره مو له زړه او ژوند څخه لري کړئ!

بدي پريږدئ!،  د نېک پالو په څېر ژوند او تصرف وکړئ!.

په حرکت کولو سره د ژوند ستونزېحل او له منځه ځي.

هر څه چې مو په ژوند کې واقع کيږي قبول يې کړئ٬ او هغه څيزونه مه غواړئ کوم چې مو د الله ( ج) له رحمت څخه بې برخې کوي.

د هر انسان سره نرمي کوئ او هغوی ته د مهموالي احساس ورکړئ٬ نو نور به هم له تاسو سره مينه او محبت وکړي.

د ژوند د ستونزو پر وړاندي مقاومت او له ژوند سره سم تګ وکړئ!.

ملکيتونه او اضافي شيان پريږدئ، د مقام د لاسته راوړلو په اهتمام مه شرميږئ.

په کار کې د خلکو له تير ايستلو څخه ډډه وکړئ.!

له لوی سپکاوي څخه د خلاصون په موخه کوچنی سپکاویوزغمئ!.

له خلکو سره مينه کوئ!.

د سختي او بد ګومانۍ له وجي مو زړونه مه وژنئ!.

د خلکو تېر وتنو ته د تهمت په ډول مه ګورئ، بلکېد رحمت او مهربانۍ په ډول ورته پاملرنه وکړئ!.

څه ډول چې ياست همداسی اوسئ!.

زړونه مو له رضامندۍ څخه ډک کړئ او هغه فرصت چې همدا اوس يې لرئ اهميت ورکړئ!.