قطر او اندونیزیا افغانستان کې د بشري مرستو او زده کړو برخه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی

د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، د اندونيزيا د بهرنيو چارو وزيرې ژمنه وکړه چې هېواد يې چمتو دی چې په افغانستان کې له تعلیمي ادارو سره مرسته وکړي او افغان زده‌کوونکو ته سکالرشپونه ورکړي.

دی وايي، په دغې لیدنه کې د قطر د بهرنيو چارو مرستيالې وزيرې ژمنه کړې چې قطر به په نژدې راتلونکي د قطر خيريه بنسټ او د قطر سرې مياشتې دفترونه په کابل کې خلاص کړي.

هغه زیاته کړې چې افغان لوري له افغانانو سره د قطر او اندونیزیا د ژمنو هرکلی وکړ او له خپله اړخه يې د همکارۍ او زمينې برابرولو ډاډ ورکړ.

سرچینې په وینا، قطر او اندونیزیا په افغانستان کې د بشري مرستو او زده کړو په برخه کې همکارۍ ته چمتوالی ښودلی دی.