څنګه کولی شئ، چې څوګ په خپلسر تاسې د واټس آپ ګروپونو کې اډ نه کړي؟ 

د واټس آپ د ښه خوندېتوب لپاره به تاسې هم Two-Step Verification  اصلاح اورېدلې وي. له هکرانو او انټرنېټي غلو د واټس  او د هغې اړوند مالوماتو يا ډاټا د ساتنې لومړنۍ او اسانه لار همدا Two-Step Verification  دی. هر کله چې تاسې دا تنظيم فعال کړی، نو هکران په اسانۍ سره نه شي کولی، ستاسې واټس آپ ته لاس رسی پيدا کړي. څنګه Two-Step Verification  فعالولی شئ؟ 

- واټس آپ خلاص کړئ؛ تنظمياتو/Settings ته لاړ شئ؛ 
- هلته بيا Account option انتخاب کړئ؛ 
- د حساب د ټاکنو برخه يا Account option  کې به Two-Step Verification سره مخ شی؛ د Two-Step Verification فعالو لپاره د enable تڼۍ ووهئ او بيا به پاسورډ درڅخه وغوښتل شي؛ 
- داسې پاسورډ وټاکئ، چې درته ياد اوسي؛ اوږد او پيچلی وي، ترڅو بل څوګ يې در پسې پيدا نه شي کړی. 

دغه تنظيماتو سره تاسې يوازې هغه وخت خپل واټس آپ حساب ته دننه کېدای شئ، چې دغه پاسورډ درته ياد او دننه کړی. هغه څوګ چې غواړي ستاسې واټس آپ ته دننه شي نو د دغه پاسورډ پرته به ورته شونې نه وي. 

د واټس آپ د خوندي ساتلو لپاره بله لار دا ده، چې د واټس په ګروپونو کې د خپلسري اډ مخه ونېسئ. مطلب دا چې، چا ته اجازه ورنه کړي، چې په خپلسر تاسې د واټس آپ ګروپونو کې اډ يا اضافه کړي. واټس آپ کې Who Can Add You to Groups اختيار شتون لري. له اوله دا option  فعال وي او  هر څوګ کولی  شي، تاسې د واټس آپ ګروپونو ته اډ کړي. که غواړي چې دا آپشن محدود کړئ، لاندې طريقې پلې کړئ. 

- واټس آپ کې Settings ته لاړ شئ؛ 
- هلته بيا د Account تڼۍ کېکاږئ؛ 
- د Account تڼۍ وروسته به Privacy درته راشي؛ 
- ورپسې Groups ووهئ او د Groups له کېکاږلو وروسته به تاسې ته دا جمله راشي، Who Can Add You to Groups. دلته بيا انتخاب کولی شئ، چې څوګ کولی شي، تاسې د واټس آپ ګروپونو کې اډ کړي. 

تاسې کولی شئ دې برخه کې Everyone، يا My Contacts  او يا هم Nobody وټاکئ. د دغه درېيو اپشن ترڅنګ کولی شئ، My Contacts Expect  بټن ووهئ. دلته کولی شئ، چې ځانګړې شمېرې په ګوته کړی او هغوی به نه شي کولی چې تاسې د واټس آپ کوم ګروپ کې اډ يا اضافه کړي. 

ډېر هکران ستاسې د واټس د هک لپاره لومړی تاسې يو ګروپ کې اډوي او بيا وروسته د نورو طريقو په پلې کولو سره ستاسې ډاټا ته لاس رسی پيدا کوي او واټس مو هک کوي.