د ملګرو ملتونو امنیت شورا: طالبان دې پرته له ځنډه د نجونو ښوونځي پرانیزي

کابل(روهي) د ملګرو ملتونو امنیت شورا افغانستنا کې له یوناما وغوښتل چې د نجونو ښوونځیو پرانیستو په اړه دې د سرپرست حکومت له چارواکو او ښکېلو لوریو سره خبرې وکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان د سرپرست حکومت له خوا هېواد کې د نجونو ښوونځیو ځنډېدو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.

سرچینې لیکلي، امنیت شورا پر طالبانو غږ کړی چې پرته له ځنډه دې د نجونو لپاره ښوونځي پرانیزي.

سرچینه زیاتوي: "د امنیت شورا غړو د نجونو په ګډون د ټولو افغانانو لپاره د زده کړې حق یو ځل بیا تایید کړ."

دغه راز یادې شورا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له ځانګړې استازې دیبورا لاونز څخه غوښتي چې د یادې مسئلې په اړه له اړوندو افغان چارواکو او ښکیلو اړخونو سره خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې سرپرست حکومت تېره اونۍ د افغانستان په سړو سیمو کې د ښوونځي پرانیستو اعلان وکړ خو له شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي يې تر دوېیم امر پورې وځنډول.

دغې پرېکړې په کور دننه او بهر کې سخت غبرګونونه راوپارول او ان امریکايي چارواکو د تېرې جمعې په ورځ وویل، متحده ایالاتو په ناڅاپي ډول په دوحه کې له طالبانو سره هغه خبرې لغوه کړې چې د مهمو اقتصادي مسلو د هواري لپاره ټاکل شوې وې.