الماس ترټولو سخته طبیعي ماده ده. الماس خالص کاربن، روښانه او بې رنګه کرسټال شکل لري. له ډېرو پخوا زمانو د الماس کارونه دود وه. الماس څخه پخوا وختونو کې تر ډېره د ښکلا او ګاڼې په پار ګټه اخېستل کېده، خو اوس وخت کې په صنعت کې هم د الماس کارونه زياته او اړينه ده. د الماس په بڼه کاربن ترټولو سخت عنصر دی. دې ليکنه کې د صنعت په بېلا بېلو برخو کې د الماس ځينې کارونې او استعمال درته ښيو.
هغه وسايل چې شيان او څېزونو پرې غوڅيږي
څه ډول چې وړاندې وويل شول، الماس ترټولو سخت عنصر دی؛ د الماس د سختوالي پر اساس د ارې، برمې او نورو هغه څېزونو او وسايلو په سر کې استعماليږي، چې د پرې کولو او غوڅولو لپاره ترې کار اخېستل کېږي. ټول هغه شيان او وسايل چې نور سخت څېزونو پرې ښوي کېږي او پرې کېږي، له الماس څخه په کې کار اخېستل کېږي. د موټر د سختو برخو، ښېښې او نورو شيانو غوڅولو لپاره له الماس کار اخېستل کېږي.
روغتيا او درمل
له الماس څخه په درملو کې هم کار اخېستل کېږي. د سرطان ځينو درملو کې الماس کارول کيږي او همدا ډول د سترګو روغتيا او غاښونو برخه کې له الماس ګټه اخېستل کېږي. د مخ او پوستکي پلاستيکي جراحۍ کې هم له الماسو ګټه پورته کيږي. هغه وسايل چې د مخ کونځې په کې له منځه وړل کېږي، له الماسو په کې ګټه اخېستل کېږي.
غږيز وسايل
لوډ سپيکر، د رېکارډ وسايلو او DJ کې الماس په دې پار کارول کېږي، چې غږ لوړ او ايکو ورکړي. دغه وسايلو کې چې الماس وکارول شي، نو پرته له دې چې د غږ اغېز کم کړي، غږ لوړوي او لړزه ورکوي.
کمپيوټرونه او موبايلونه
د موبايل په ښېښو يا سکرين او همدا ډول د موبايل هغه برخو کې چې تودخه ډېر وي، الماس استفاده کېږي. د موبايل ښېښه کې د الماس کارونه په دې پار ده، چې سخته وي او ښکلا ولري. همدا ډول د کمپيوټر دننه هغه برخې چې ډېرې ګرميږي، نو په الماس پوښل کېږي.
وروستي