د ډي وېټامين (Vitamin D) ډېر او کم خوراک څه ګټې او زيانونه لري؟ غني خواړه يې کوم دي؟ 

ډي وېتامين د غښتلو هډوکو او غاښونو لپاره اړين دي. دغه وېټامين کلسیم او فاسفورس لري او همدا کلسیم او فاسفورس دي، چې د هډوګو غښتلتيا او د غاښونو محکموالي لپاره په کار دي. ډي وېتامين په غوړو کې د حل وړ دي. خوراکونو کې؛ غوړ، کبان، د هګيو ژيړ او د شيدو محصلات يانې لبنياتو کې پرېمانه دي. نړۍ کې د کرونا ويروس په خپرېدو سره، ځينو څېړنو په ګوته کړي، چې ډي وېتامين کولی شي، چې د کرونا ناروغۍ د مخېنوي او درملنې برخه کې اغېزمن تمام شي، خو دې برخه کې منل شوي او کره څېړنې تر اوسه نه دي شوې. 

د ډي وېتامين څخه غني سرچينې
- د لمر وړانګې د ډي وېتامين تر ټولو لومړۍ او غني سرچينه ده. هر کله چې په مستيقم ډول د لمر وړانګې پر پوستکي لګي، نو وجود کولی شي، چې د اړتيا وړ ډي وېتامين جوړ کړي. وړاندې وويل شول، چې ډي وېتامين سره هډوکي غښتلي کېږي، نو  دا چې د نړۍ تور پوستکي خلک په مستقيم ډول د لمر وړانګې اخلي، نو وجودنه يې دنګ او غټ وي، چې لامل يې د غښتلي هډوکي درلول دي. 

- ټول کبان، خو په ځانګړي ډول  سالمن، سارډین، هیرینګ کبان چې ډېر غوړ لري نو د ډي  وېټامين کچه هم په کې لوړ ده. هغوی چې هډوکي يې کمزوري او يا يې غاښونه ماتيږي او رژيږي، د ډاکټر سپارښتنه ورته د ماهي يا کبانو خوړل دي. 

- سره غوښه؛ له سرې غوښې موخه د غوايي، پُسه او بُزې غوښې دي؛ دغه غوښو کې که چېرې ځيکر وخوړل شي، نو د ويټامين ډي کمښت ښه پوره کولی شي. 

- د هګيو ژيړ او په لبنياتو پورې اړوند اکثر خواړه؛ شيدې، مستې، پيروی او نور د ويټامين ډي څخه ډک دي او معمول خوراک يې وجود کې د ويټامين ډي د کمښت ستوونزې حلوي. دا تجربه شوې مسله ده، هغه کسان چې مالدراي کوي؛ شيدې او مستې ډېرې خوري، نو هډوکي يې لکه تور پوستکي وګړي غښتلي او محکم وي. 

۲۴  ساعتونو کې په څومره مقدار ويټامين ډي بايد وخوړل شي؟ 
- له يو کلنۍ پورته ماشومان، ځوانان او حمل لرونکې ميرمنې بايد يوې شپې - ورځ کې تر لس مايکرو ګرام ډي ويټامين واخلي. 
- هغه ماشومان چې عمرونه له يو کال ښکته وي، شپه - ورځ کې ورته اته مايکرو ګرام ويټامين دي توصيه کيږي.  (يو ملي ګرام زر مايکرو ګرام کيږي)

د ډي ويټامين ضمیمه يا supplement ضرر لري؟ 
د ژمي او مني په موسمونو کې د لمر وړانګې تتې او ورځې لنډې وي. دې وخت کې د لمر له وړانګو ويټامين ډي په پوره ډول نه شي اخېستل کېدای. دې صورت کې اړينه ده، چې هغه خواړه ډېر وخوړل شي، چې له ويټامين ډي غني وي او هم يا د ډاکترانو په مشوره د ډي ويټامين ضميمه يا supplement وخوړل شي. 

هغه کسانو ته هم د ويټامين ډي څخه غني خواړو او ضميمې سپارښتنه کېږي، چې ډېر د کور يا  دفتر دننه وي او لمر سره نه مخامخ کېږي، داسې کالي اغوندي چې په مسقيم ډول يې پر وجود د لمر وړانګې نه لګي او يا هم د لمر مستقيمې وړانګې يې د پوستکي د نورو ناروغيو له امله ورته ضرري وي. 

که چېرې له حد ډېر ويټامين ډي واخېستل  شي، نو څه پېښږي؟ 
هر کله چې وجود کې د ويټامين ډي مقدار لوړ شي نو دې سره د کلسيم مقدار لوړيږي او لوړ کلسيم د hypercalcaemia په نوم ناروغي منځ ته راوړي. hypercalcaemia سبب کيږي چې ځينې د زړه ستونزې پيدا کړي او پښتورګي خراب شي. شپه ورځ کې له سل مايکرو ګرام ډېر ويټامين ډي اخېستل د hypercalcaemia سبب کيږي.